Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو په میانمار کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو خلکو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو په میانمار کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو خلکو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو په میانمار کې د جګړې له امله د بې ځايه شويو خلکو د وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارئ ورکړی، که بشري مرستې ورسره ونه شي نو په لوړه پيمانه د يادو بې ځايه شويو کسانو د مړينې احتمال شته.

 ملګرو ملتونو تازه نن چهار شنبه (د غبرګولي په ۱۹مه نېټه) خپره شوې اعلاميه کې ويلي، چې له نظامي کودتا وروسته د میانمار ځواکونو په دې وروستيو کې د دغه هېواد په کايا ايالت کې سختې جګړې پيل کړې چې له امله يې تازه یو لک ( ۱۰۰۰۰۰) کسان بې ځايه شوي دي.

په اعلاميه کې د میانمار په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ټام انډريو په حواله  خپور شوی، دا کسان دامهال له سختې لوږې او ناروغيو سره مخ دي.

د اعلاميې له مخې، لوږه او ناروغۍ د دې سبب شوي چې په کايا او کريني ايالتونو کې له جګړې د بې‌ځايه شويو کسانو د زياتې مړينې احتمال ډېر کړي.

ملګرو ملتونو زياته کړې، د جګړې له وېرې دا بې ځايه شوي کسانو له هر اړخيز پلوه د خونديتوب په لټه کې دي او ټينګار کوي چې د يادو کسانو موجوده وضعيت ته په پام بشري مرستو ته جدي اړتيا ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...