Home » افغانستان » ملګرو ملتونو په دایکندي کې د تیرې ورځې سړک غاړې ماین چاودنه غندلې
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو په دایکندي کې د تیرې ورځې سړک غاړې ماین چاودنه غندلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» په دایکندي کې د تیرې ورځې سړک غاړې ماین چاودنې د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا د سولې پر لور لار نه ده.

د چارواکو په وینا تیره ورځ د دایکندي په کجران ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګدون ۱۴ تنه ووژل او درې نور ماشومان یې ټپیان کړل.

یوناما ټینګار کړی چې د دغو غیر قانوني ځکمنیو ماینونو ښخول باید ودرول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي:”ددغو غيرقانوني ځمکنيو ماينونو کارول ودروئ.

دا دسولې پرلور لار نده”د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې یوازې په تیره اګست میاشت کې د سړک غاړې ماین چاودنو له امله سل تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

تر دا مهاله ددغه ماین چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...