د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبورالاينز د پخواني حکومت له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او د کورنيو چارو له اوسني سرپرست وزير سراجالدين حقاني سره په جلا ليدنو کې، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ارزښت خبرې کړي دي.
ډيبورا لاينز بېګاه شپه د (غبرګولي په ۲۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې له عبدالله سره يې په ليدنه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې سربېره د افغانستان په سوله او ثبات کې د سيمې پر رول هم خبرې کړي.
نوموړې په همدې حال کې د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراجالدين حقاني سره هم د ليدنې خبر ورکړی دی. ميرمن لاينز زياته کړې، چې له حقاني سره يې د ترهګرۍ او له نشهيي توکو سره پر مبارزې او دغه راز د هېوادونو ترمنځ د بشري مرستو په تړاو د همکاريو پر پياوړتيا خبرې کړي دي.
بل لور ته کورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبورا لاينز ماموريت مهم ارزوی او له افغان حکومت سره يې د نوموړې تعامل ستايلی دی.
ډيبولاينز داسې مهال له پخوانيو او اوسنيو چارواکو سره ليدنې کوي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د نوموړې اوسنی ماموريت په افغانستان کې پای ته ورسېږي.