د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.
دې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د کانګو تبه له حیواناتو انسانانو ته انتقالېږي او د انسانانو لپاره وژونکې ناروغي ده.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۶ تنه مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم د دې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د کانګو تبې د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتې شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال په هېواد کې د کانګو تبې څه باندې ١٢٠٠ پېښې ثبت شوې وې، چې له دې ډلې شاوخوا ١٠٠ کسان مړه شوي وو.
19m