ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي امکاناتو او کارکوونکو کموالی د یو شمېر افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځینه وو ژوند له خطر سره مخ کوي.
ملګرو ملتونو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (UNICEF) په افغانستان کې له زرګونو روغتیایي کارکوونکو ملاتړ کوي چې د اړمنو کورنیو لپاره اړین خدمات تیاروي.
یونیسف تر وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې ډېری کورنۍ له روغتیایي مرکزونو لرې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو د روغتیایي خدماتو او متخصصینو او ډاکټرانو په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو له نشتون څخه شکایت کړی دی.