Home » افغانستان » ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرستو لپاره درې میلیونه ډالره ځانګړي کړي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرستو لپاره درې میلیونه ډالره ځانګړي کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې په افغانستان کې به د روغتیا په برخه کې درې میلیونه ډالره ولګوي.

دې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي چې دا پیسې به په بېلابېلو روغتونونو کې د جدي پاملرنې څانګې پیاوړي کولو لپاره ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، دا لګښت به د ایډز (HIV)، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې لپاره د نړیوال وجهي صندوق لخوا تامین شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي تر دې مخکې ویلي وو چې ۱۸ میلیونه افغانان بشري مرستو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...