د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبرا لاينز پرون شنبه د (وري په ۲۰مه) د اطلاعاتو او فرهنک له سرپرست وزير خېرالله خېرخوا سره د رسنيو پر وضعيت او د نجونو پر زدهکړو خبرې کړي.
نوموړې د نجونو ښوونځيو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زدهکوونکو د ژر ستنېدو په موخه، د بېړنو ګامونو اوچتولو غوښتنه کړې او ټينګار يې کړی چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې لګول شوی بنديز بايد لرې شي.
ډيبرا لاينز دغه راز په افغانستان کې رسنيو ته د متوجه خطرونو او پر دوی د وضعه شوو محدوديتونو په اړه هم اندېښنه ښودلې او د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه يې رسنيو ته له خطر او محدوديتونو، د يوه پاک چارپېريال د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړلو په اړه پر کورنيو او نړيوالو غبرګونو سربېره بيا هم اسلامي امارت د يادو ښوونځيو د پرانيستې په اړه واضيح تګلاره نه ده وړاندې؛ خو له رسنيو سره د تعامل په برخه کي يې تل د همکاريو ډاډ ورکړی.
د همکاريو په اړه د ډاډ په ورکول سربېره واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره، په متعددو برخو کې پر رسنيو او خبريالانو بنديزونه وضعه شوي چې دې کار د رسنيو د فعاليت ساحه تنګه کړې ده.