Home » افغانستان » ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دایمې اوربند پرراتلو ټینګار کړی
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دایمې اوربند پرراتلو ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د رایو په اکثریت هغه پرېکړه‌لیک تایید کړی چې له مخې یې دوی د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د دایمي اوربند پر راتلو ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، په افغانستان کې دې روانه جګړه پای ته ورسېږي او په دغه هیواد کې دې دایمي اوربند او ثبات رامنځته شي.

ملګرو ملتونو امنیت شورا د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل یو مثبت ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه به له یادو مذاکراتو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم افغان حکومت او ډېر بهرنیو هیوادونه له طالبانو په افغانستان کې د دایمي اوربند د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...