Home » افغانستان » ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلې سياسي استازولۍ ته مرستيال ټاکلی

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلې سياسي استازولۍ ته مرستيال ټاکلی

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د دې سازمان عمومي منشي انتونيو ګوټريش افغانستان ته مارکس پوټزل د خپل ځانګړي استازي د مرستيال په توګه ټاکلی دی.

مارکس پوټزل له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ زېږديز کال پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی و او له دې وړاندې يې بيا په افغانستان کې د جرمني د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی داسې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال په توګه ټاکل کېږي، چې د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان ځانګړې استازې ډيبورا لاينز د کاري ماموريت دوره پای ته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې د چارو يو شمېر شنونکي هيله مند دي، چې د افغانستان په مسايلو کې د مارکس پوټزل تجربو ته په پام سره به نوموړی ملګري ملتونه له افغانستان سره پر واقعيتونو ولاړې همکارۍ ته وهڅوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...