پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونو په تړاو د غبرګونو په ترڅ کې، ملګرو ملتونو هم د يادو بريدونو په اړه غبرګون ښودلی او ياد هوايي بريدونه يې چې ملکي وګړي په کې په نښه شوي، غندلي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دغه سازمان په خوست او کونړ کې د جمعې شپې د هوايي بريدونو له کبله، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي مرګ ژوبلې راپورونو په اړه ژوره اندېښنه په ډاګه کوي.
يوناما په خپله اعلاميه کې زياته کړې، چې ملکي وګړي بايد په هېڅ صورت هدف ونه ګرځول شي او دغه راز ويلي چې د يادو بريدونو په تړاو په سيمه کې د حقایقو موندنې او د رامنځته شوو زيانونو د کچې مالومولو هڅه هم کوي.
د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د ياد هوايي بريد له امله څه باندې ۴۰ تنه او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ په ورته بريد کې بيا ۶تنه عام کسان وژل شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې پاکستاني جېټ الوتکې د افغانستان خاورې ته دننه کېږي او پر ملکي وګړو بمبار کوي.