Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو له امريکا غوښتي چې پر ايران بنديزونو لغوه کړي

ملګرو ملتونو له امريکا غوښتي چې پر ايران بنديزونو لغوه کړي

د ايران او مريکا ترمنځ د اټومي تړون د بيا احيا کولو په اړه د دواړو لوريو په مذاکراتو کې پرمختګ ته په پام سره، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرش د امريکا له ولسمشر جوبايډن غوښتي چې پر ايران د اټومي پروګرام له امله لګېدلي بنديزونه لغوه کړي.

نوموړي ويلي چې دا مهال د امريکا او ايران ترمنځ مذاکرات په ښه فضا کې دي او په خبره يې له همدې کبله دې امريکا پر نوموړي هېواد خپل بنديزونه لغوه او يا هم تعليق کړي.

ګوټرش په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا هم غوښتنه کړې، چې له ايران سره د نفتو پر سوداګرۍ او دغه راز د اټومي پروګرام د پراختيا پروژو پر مخنيوي معافيتونه دې په بشپړه توګه بيا تمديد شي.

ټاکل شوې چې راتلونکې سې‌شنبه د (جولای په ۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر هغه راپور بحث وکړي، چې د ياد سازمان سرمنشي له لوري د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ زېږديز کال اټومي هوکړې په اړه ترتيب شوی.

په دې اټومي تړون کې د امريکا، فرانسې، برېتانيا، جرمني، روسيې او د چين نومونه هم ذکر شوي دي.

د امريکا او ايران ترمنځ د اټومي تړون د بيا احيا پر سر مذاکرات له شپږو پړاوونو وروسته، يوه حساس پړاو ته داخل شوي او تمه ده چې په ياد پړاو کې به د دغه تړون د احيا په اړه پرېکړه وشي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...