Home » افغانستان » ملګرو ملتونو له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د تازه مرستې هرکلی کړی

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د تازه مرستې هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د تازه مالي مرستو هرکلی کړی.

یاد پروګرام په یوه خبرپاڼې کې ویلي، چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یادې مرستې به په دغه هېواد کې د طبیعي افتونو له زیانمنو شویو او دغه راز له نورو بېوزله کورنیو سره ترسره شي.

تردې وړاندې اروپایي ټولنې ویلي و، چې روان کال په افغانستان کې تر دې مهاله ۱۶۰ زره کسان د سېلابونو له امله زیامن شوي او شاوخوا ۲۰ زره کورونه او زرګونه هکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړ شوې ده.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمن شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...