Home » افغانستان » ملګرو ملتونو د ښوونې د برخې فعال مطيع الله ويسا د “خونديتوب” غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د ښوونې د برخې فعال مطيع الله ويسا د “خونديتوب” غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (یوناما) له سرپرست حکومته غوښتي چې د مدني فعال او د “قلم لار بنسټ” د مشر مطیع الله ویسا د نیولو دلیل روښانه کړي.

یوناما نن (د مارچ پر ۲۸مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان دې “د ویسا ځای ځایګی هم معلوم او کورنۍ او حقوقي استازي ته د لاسرسي زمینه” برابره کړي.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د مطیع الله ویسا د “خونديتوب” غوښتنه کړې ده.

ریچرډ بېنېټ د مارچ پر ۲۸مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو له خوا د “مخکښه مدني فعال او د قلم لار بنسټ د مشر” ویسا د نیول کېدو راپورونو “اندېښمن” کړی دی.

د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا رسنیو ته ویلي، چې ویسا تېر ماښام (د مارچ پر ۲۷مه) د کابل په خوشال خان مېنه کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مطیع الله ویسا له تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانيستلو او د تعليم عام کولو لپاره مبارزه کوي.

نوموړي په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته هم د پوهې عامولو تر څنګ د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانيستلو لپاره کمپاين روان کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم لومړی تر شپږم ټولګي وروسته ښوونځيو ته د نجونو پر ورتګ بنديز ولګول شو او بيا وروسته د هغوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې. طالبانو ويلي چې هغوی په دې اړه پر يوه تګلاره کار کوي خو د هغوی دا اقدام به تر “دويم امر” پورې عملي وي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...