Home » افغانستان » ملګرو ملتونو د نجونو ښوونځيو د پرانيستل کېدو له پرېکړې هرکلی وکړ

ملګرو ملتونو د نجونو ښوونځيو د پرانيستل کېدو له پرېکړې هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش په يوه تازه بيان کې د سرپرست حکومت له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې يې ښايي راتلونکې اوونۍ په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ هم ښوونځي پرانيستل شي.

نوموړي ويلي، په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانيستل ښه پرېکړه ده او زياته کړې يې ده چې خپلو هيلو ته د افغان نجونو او هلکان د رسېدو په موخه بايد، د ښوونځيو ټولې دروازې د دوی پر مخ پرانيستل شي.

د نجونو ښوونځيو د پرانيستل کېدو پرېکړه په کور دننه هم له هرکلي سره مخ ده او عام خلک ټينګار کوي چې حکومت دې د ښوونځيو د پرانيستلو ترڅنګ، د افغانستان ښوونيز او تحصيلي بهير ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې؛ خو تازه حکومت اعلان کړی چې د روانې مارچ په ۲۲مه به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي هم بېرته پرانيستل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...