Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو د غزې په جګړه کې د ماشومانو وژنه وحشیانه بللې

ملګرو ملتونو د غزې په جګړه کې د ماشومانو وژنه وحشیانه بللې

د فلسطیني بېځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې ادارې رییس «فیلیپ لازاریني» په خپله اېکس پاڼه په غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېرې شریکې کړې او ویلي یې دي چې دومره شمېر ماشومانو په هغو جګړو کې نه دي وژل شوي چې په تېرو څلورو کلونو کې په نړۍ کې شوې دي.

د دې شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ له اکټوبر د ۲۰۲۴ فبرورۍ پورې په غزه کې له ۱۲ زره او ۳۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده تېر څلور کاله په نړۍ کې د رامنځ ته شویو نښتو پرمهال (له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳) پورې ۱۲ زره او ۱۹۳ ماشومانو ژوند بایللی دی.

نوموړي همداراز ویلي چې دا جګړه، د ماشومانو او د هغوی د راتلونکې پر وړاندې روانه ده.

د اسراییلو بریدونه په داسې حال کې د جګړې په ۱۵۹ مې ورځې روان دي چې د فلسطین روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې د جګړې له پیله د وژل شویو شمېر یو دېرش زر تنو ته رسیدلی دی.

د یاد وزارت د راپور پر بنسټ چې په دې موده کې له ۷۲ زرو ډېر کسان ټپيان شوي دي.

د یادونې ده چې په وروستیو څو ورځو کې په غزه کې ډېر شمېر ماشومان خوړو او روغتیایي مرستو ته د نه لاسرسي له امله مړه شوي دي.

همداراز د غزې رسنیز دفتر ویلي چې اسراییلي ځواکونو ۴۰۰ فلسطینیان د خوراکي توکو د مرستې ترلاسه کولو پرمهال ووژل، خو په وینا یې چې نړیوالې ټولنې پر دې خونړۍ پېښه هم چوپتیا غوره کړې او اسراییل یې لا وحشت ته هڅولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...