Home » افغانستان » ملګرو ملتونو د سياسي استازوليو او کونسلي تاسيساتو د خونديتوب غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د سياسي استازوليو او کونسلي تاسيساتو د خونديتوب غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړو هېواونو پرون سې‌شنبه د (وږي په ۱۵مه) په يوه ګډه اعلاميه کې د سياسي استازوليو او کونسلي دفترونو پر خونديتوب او امنيت ساتنه ټينګار کړی دی.

دغه اعلاميه په کابل کې د روسيې پر سفارت د وروستي ځانمرګي بريد په تړاو خپره شوې او په کې پر نوموړي سفارت ترسره شوی بريد په کلکه غندل شوی دی.

په دې بريد کې دوه روسي ډيپلوماټان او ۴ افغانان ووژل شول. د دې ځانمرګي بريد مسووليت د داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په اعلاميه کې د سفارتونو او کونسلي تاسيسات د امنيت او خونديتوب پر تضمينولو ټينګار شوی او ويل شوي، چې دغه تاسيسات بايد له هر ډول بريد خوندي وي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې د يادو تاسيساتو کارکوونکو امنيت او خونديتوب هم مهمه مسئله ده او اړتيا ده چې په اړه يې کوټلي کامونه پورته شي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې ترهګري په هر پلمه، هر عنوان لاندې، هر ځای او په هرې انګېزې چې وي، نړيوالې سولې او امنيت ته خطر پېښوي او له همدې کبله اړتيا ده چې د ترهګريزو پېښو عاملان، پلانوونکي، مالي ملاتړ کوونکي بايد عدالت ته راکش او حساب ورسره وشي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو هېوادونو پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې په دې برخه کې د خپل مکلفيت، د نړيوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه‌ليکونو له مخې هر اړخيزه همکاري وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...