د ملګرو ملتونو يوه څارونکي پلاوي، چې تېره اوونۍ په اوکراين کې د اروپا تر ټولو سترې اټومي بټۍ د وضعيت ارزونې په موخه يادې بټۍ ته ورغلی وړانديز کړی، چې زاپورېژيا اټومي بټۍ د خونديتوب په موخه دې ترڅېرمه سيمه د خوندي زون په توګه اعلان شي.
دې پلاوي د خپلو ارزونو په تړاو ترتيب کړي راپور کې ويلي، چې زاپورېژيا ته نږدې وسلهوال بريدونه کولی شي چې له دې بټۍ د راډيواکټيف مضر مواد خپاره کړي.
په راپور کې يادې بټۍ ته څېرمه د روسي ځواکونو او د هغوی د پوځي وسايطو موجوديت ته هم اشاره شوې او ويل شوي، چې د دوی موجوديت هم د جګړې لامل دی.
د ملګرو ملتونو دې څارونکي پلاوي وړانديز کړی، چې د زاپورېژيا اټومي بټۍ ته څېرمه سيمه دې غير نظامي او د يوه خوندي زون په توګه اعلان شي، څو په خبره يې د دې بټۍ امنيت خوندي او په راتلونکي کې له دې درکه د احتمالي خطر پېښېدو کچه کمه شي.
له دې سره ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش هم د يادې اټومي بټۍ د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې. نوموړي ويلي، چې د زاپورېژيا په شمول په اوکراين کې هرې اټومي بټۍ ته په قصدي او غير قصدي توګه زيان اوښتل ناورين رامنځته کولی شي.
په ورته وخت کې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د ملګرو ملتونو د څارونکي پلاوي له هغه وړانديز هرکلی کړی، چې د زاپورېژيا اټومي بټۍ څېرمه سيمو کې يې د خوندي زون د رامنځته کولو په اړه کړی.
په دې وروستيو کې روسيه او اوکراين پر يوه او بل تور پورې کوي چې پر زاپورېژيا اټومي بټۍ بريدونه کوي او په دې توګه يې يادې بټۍ ته د زيان اوښتو احتمال زيات کړی دی.