Home » افغانستان » ملګرو ملتونو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د نوي پلان په تړاو اندېښنه وښوده

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د نوي پلان په تړاو اندېښنه وښوده

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالو نړیوال سازمان چهارشنبې د سلواغې ۱۷مه په یوې ګډې اعلامیې کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له پاکستان څخه د شاوخوا دریو میلیون افغان کډوالو د اېستلو پلان تصویب کړ.

په دغه پلان کې ټول اسناد لرونکي او اسناد نه لرونکي کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره خپلو ویزو ته په تمه دي.

د دې نوي پلان په لومړي پړاو کې به افغان کډوال له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه اېستل کېږي او افغانستان ته تر ستنولو مخکې په ټاکل شویو کمپونو کې ځای په ځای کېږي.

په دې پلان کې د وخت له ټاکلو پرته ټینګار شوی، چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه به هېڅ عمومي اعلان نه کېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالو نړیوال سامازن په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوی بل موقعیت ته د افغان کډوالو د انتقال د بڼې او مودې په اړه وضاحت غواړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...