Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو د اجزيرې خبريالې د وژلو په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د اجزيرې خبريالې د وژلو په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پرون چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د فلسطين په لوېديځه غاړه کې د الجزېرې خبريالې شيرين ابو عاقلي وژل کېدل خواشينوونکي بللي او په دې اړه يې د څېړنو غوښتنه کړې.

ملګرو ملتونو د جګړې په سيمه کې د خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو وژل د نړيوالو اصولو نقض بللی او ويلي يې دي چې د الجزيزې خبريالې د وژلو په اړه د څېړنو په رڼا کې دې، د دې جرم عاملان عدالت ته راکش شي.

دې سازمان په خپله اعلاميه کې زيات کړې، چې مسوولې ادارې بايد د خبريالانو د خونديتوب په اړه عامه پوهاوی نور هم زيات کړي.

شرين ابو عاقلي پرون په لوېديځه غاړه کې د اسرائيلي ځواکونو د عملياتو خبري پوښښ په موخه د يادو ځواکونو په ډزو کې ووژل شوه او د هغې يو بل همکار په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...