عرب نيوز د فرانس پرېس خبري اژانس له قوله راپور ورکړی، چې ملګرو ملتونو بهر ته د دوو ط.الب چارواکو د سفر معافيت لغوه کړی او بېرته يې پرې د سفر لګېدلي بنديزونه وضعه کړي دي.
د طالبانو د ۱۵ مهمو چارواکو د سفر معافيت پرون دوشنبه پای ته ورسېد؛ خو فرانس پرېس د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ويلي، چې ملګرو ملتونو د ياد شمېر طالب چارواکو د سفر پر معافيت بحث کړی دی.
دې سرچينو زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار کميټې د ۱۳تنو طالب چارواکو د سفر معافيت تر دوو نورو مياشتو هم غځولی؛ خو له ډلې يې د دوو کسانو د سفر معافيت له منځه وړی او ممنوعالسفر کړي يې دي.
د سرچينو د مالوماتو له مخې په دې دوو کسانو کې د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت معين سېد احمد شيدخېل شامل دي.
د دې دوو کسانو د سفر معافيت په افغانستان کې د ښځو حقونو د محدودېدو او دغه راز د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له امله لغوه شوی دی.
پر طالب چارواکو دا بنديز په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې وضعه شوي وو؛ خو درې کاله وړاندې د افغانستان له مخکيني نظام سره د مذاکراتو په موخه دغه معافيت ورکړل شو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د بشري حقونو يو شمېر مدافع نړيوالو بنسټونو له دې کبله چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه خورا محدود شوي، بهر ته د طالب چارواکو پر سفر د بنديز وضعه کيدو غوښتنه کړې.