د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې پرون جمعه د (زمري په ۲۰مه) خپاره کړي راپور کې، د افغانستان اوسنی بشري وضعيت د ژورې انديښنې وړ بللی دی.
په دې راپور کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې پر طالبانو فشار راوړي څو په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي او هغه اصول مراعت کړي، چې د بشري حقونو د خونديتوب لپاره مهم دي.
دغه راپور چې د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ د کليزې په موقعه خپور شوی زياتوي، چې د تېر يو کال په جريان کې افغانان د بشري حقونو له پلوه له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري برخې کارپوهانو دې راپور کې خبرداری ورکړی، که د نجونو او ښځو لپاره د روان بشري وضعيت د پای ته رسولو په برخه کې لازم او جدي اقدام ونه شي، نو ډېر احتمال شته چې د دې هېواد راتلونکی نور هم تياره شي.
په راپور کې له طالبانو غوښتل شوي چې سملاسي د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي او د زدهکړو برابره زمينه ورته برابره کړي، ښځو ته دې د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي، کار او سياسي ګډون بنديزونه دې ترې او دغه راز دې د دوی پر وړاندې د هر ډول تاوتريخجن عمل مخه ونيسي.
په راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان خراب اقتصادي وضعيت نه دا چې ښه شوی نه دی، بلکې د دې امکان هم شته چې د پراختيايي چارو د ځنډېدو او دغه راز په بهر کې د افغانستان بانک د شتمنۍ په کنګل کېدو سره نور هم پراخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري برخې کارپوهانو په دې راپور کې ټولشموله حکومت ته هم اشاره شوې او په کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د يوه ټولشموله حکومت نه موجوديت تلپاتې سولې، پخلاينې او د ثبات د ټينګښت امکان ډېر کم کړی دی.
خبريال: احسانالله احسان