ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (وږي په ۷مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه په افغانستان کې د موجوده وضعيت اړه ځانګړې غونډه وکړي.
دغه غونډه د روسيې په غوښتنه ترسره کېږي او په کې به د افغانستان پر بشري، اقتصادي او دې هېواد ته د بېړنيو بشري مرستو د رسو پر وضعيت خبرې وشي.
ځينو نړيوالو رسنيو بيا د سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان وضعيت تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دا نننۍ غونډه به د بندو دروازو تر شا ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی مارټين ګرېفټس رسنيو ته منلې، چې د افغانستان په اړه په دې کېدونکې ناسته کې به د افغانستان بشري وضعيت او دې هېواد ته د بشري مرستو پر رسولو هم بحث وشي.
له دې سره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق هم رسنيو ته ورته خبره کړې. نوموړي ويلي، چې د افغانستان بشري وضعيت د يادې غونډې په اجنډا کې شامل دی.