Home » افغانستان » ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي

ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې په ۶مه) د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي.

يوناما زياته کړې چې په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش، د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړې استازې ديبورا لاينز او د ناروې بهرنيو چارو وزير د افغانستان او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه ناروې د ترسره شوې غونډې مالومات وړاندې کړي.

يوناما دا نه دي ويلي چې د وړاندې کېدونکو مالومات په رڼا کې به د افغانستان وضعيت په اړه پرېکړې وشي او که نه؟

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د اسلامي امارت، امريکا او اروپايي هېوادونو ترمنځ د غونډې نن وروستۍ ورځ ده او دا غونډې دوې ورځې وړاندې پيل شوې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...