ټاکل شوې چې سبا سېشنبه د (لړم په ۲۵مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي.
د راپورونو له مخې په دې ناسته کې به پر بشري حقونو سربېره له افغانستان سر پر بشري مرستو او دې هېوادو ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي خبرې وشي.
اسلامي امارت هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت د دې ځانګړې ناستې هرکلی کړی او تمه يې ښودلې چې دا ناسته د افغانستان شته ستونزو په حل کې مؤثره وي.
د اسلامي امارت يوه وياند نعامالله سمنګاني ويلي، تمه ده چې نړيوال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دې ناسته کې له افغانستان سره د ښکېلتيا په موخه پر متقابل احترام ولاړ تعامل هم درک کړي.
ملګري ملتونه داسې مهال د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي چې دا مهال په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله بشري وضعيت خراب شوی دی.
نړيوالو بنسټونو غوښنته کړې چې د ژمي را رسېدو له امله په افغانستان کې هوا د يخېدو په حال کې ده او که لازمې مرستې ونه شي، نو ښايي د يخې هوا له امله بشري ناورين رامنځته شي.