Home » افغانستان » ملګرو ملتونو امنيت شورا: د کندز خونړۍ چاودنې له عاملانو سره دې حساب وشي

ملګرو ملتونو امنيت شورا: د کندز خونړۍ چاودنې له عاملانو سره دې حساب وشي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د کندز ښار اړوند په سېداباد جومات کې شوې چاودنه غندلې او ټينګار يې کړی چې د يادې پېښې عاملان بايد ژر تر ژره تشخيص او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

دې شورا په کندز کې ياد بريد چې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله، پر مذهبي لږګيو بريد بللی چې د تېر بريدونو په تعقيب ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، ترهګري په هر نوم او ځای کې د نړيوال امنيت او ثبات لپاره ګواښ دی چې ټول هېوادونه يې بايد په ګډه پر وړاندې ودرېږي.

په اعلاميې کې دغه راز ټينګار شوی چې هېوادونه دې په ټوله مانا د هغو تهديدونو پر وړاندې د نړيوالو بشري حقونو او کډوالۍ قوانينو په پام کې نيولو سره مبارزه وکړي، چې د ترهګرۍ له امله رامنځته کېږي.

له دې وړاندې د امريکا په شمول ګڼو نورو هېوادونو هم د کندز ښار اړوند جامع جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال شوې چاودنه غندلې او دا يې د ټولو اصولو خلاف عمل بللی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...