په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله سوله ساتونکي ځواک پرون (شنبې د مرغومي ۱۵مه) اسراییلي سرتیري د ۲۰۰۶ کال د امنیت شورا له هغه پریکړهلیک څخه پر «سرغړونې» تورن کړي چې پر اساس یې له حزب الله سره د نومبر په میاشت کې اوربند ټینګ شوی و.
د ملګرو ملتونو د موقت سوله ساتونکي ځواک لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: “نن سهار، سوله ساتو ځواکونو یو بلدوزر (اسرایلي پوځ) ولید چې په لبنان کې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د بفر کرښې په نښه کولو سره یو نیلي بیرل لیرې کوي او د لبنان د وسلهوالو ځواکونو د څارنې هغه برج یې هم ویجاړ کړ چې د سولهساتو ځواکونو پوستې تر څېرمه موقعیت لري.
بیان زیاتوي: “د ملګرو ملتونو د موقتي سوله ساتو ځواکونو او د لبنان وسله والو ځواکونو پورې اړوند د زیربناوو د پیژندلو وړ دوه ملکیتونو قصدي او مستقیم ویجاړول د ۱۷۰۱ پریکړه لیک او نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.”
د اسراییلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ د دوه میاشتنۍ جګړې وروسته دواړو لوریو د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د نومبر په ۲۶ مه اوربند وکړ، خو له هغې وروسته دواړه لوري یو بل له اوربند څخه پر سرغړونې تورنوي.