د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ په افغانستان کې پر ښځو، نجونو او ماشومانو د وروستیو پراخو جګړو د اغېزو له کبله اندېښنه ښودلې.
د ‘یو.اېن.اېچ.سي.ار’ د راپور له مخې له تېرې مې میاشتې راهیسې د جګړو له کبله له خپلو مېنو شااوخوا دوه نیمه لکه بې ځایه شویو افغانانو په سلو کې اتیا ښځې او ماشومان دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې شابیه مانتو دا ارقام ټکان ورکوونکي وبلل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو د ادارې د یوه ګډ راپور له مخې چې تېره میاشت خپور شو، د روان ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې د روانې لسیزې د بل هر کال د لومړيو شپږو میاشتو پرتله په افغانستان کې زیاتو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.