Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونه: د سیاحت د کمېدو له امله زیان څلور تریلیونه ډالرو ته رسېږي
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونه: د سیاحت د کمېدو له امله زیان څلور تریلیونه ډالرو ته رسېږي

ملګرو ملتونه پرون چهارشنبه (د چنګاښ۹مه نېټه) په یوه راپور کې ویلي چې د سیاحت د کمېدو له امله په تېر یو کال کې په نړۍ کې اقتصادي زیان ممکن څلور تریلیون ډالرو ته ورسېږي.

په راپور کې همدا راز ویل شوي چې په پرمختیايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد د واکسیناسیون کموالی اقتصادي تاوانونه نور هم زیاتولی شي ځکه چې د پرمختیايي هېوادونو اقتصاد لا ډېر د سیاحت له ګټو – وټو سره تړلی دی.

د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیله د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د اکثرو الوتکو الوتنې لغوه شوې او د ګرځندوی مرکزونه وتړل شول.

تېر کال؛ یعنې په ۲۰۲۰ میلادي کال د کرونا ویروس له کبله د نړۍ د ګرځندوی صنعت شااوخوا ۲ تریلیونه او ۴۰۰ میلیارډه ډالره تاوان وکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...