ملګرو ملتونو یا یونما په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د سولې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي خو په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده او ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.
یونما وايي په وروستیو اونیو کې جګړې خورا خونړۍ شوې او د ښکېلو لورو په نښته کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د جدي اندېښنې وړ ده.
سرچینې له دواړو لورو غوښتي چې جګړې کمې کړي او په یوه ډاډمنه او امنه فضا کې د سولې خبرو ته ادامه ورکړي.