Home » سیمه او نړی » ملک سلمان شپږ دولتي مسوولین د مالي فساد په تور له دندې لرې کړل
رویداد خبري آژانس

ملک سلمان شپږ دولتي مسوولین د مالي فساد په تور له دندې لرې کړل

د سعودي پادشاه ملک سلمان د شاهي کورنۍ د دوو غړو په ګډون د دغه هېواد شپږ دولتي چارواکي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړل.

په دې ډله کې په يمن کې د سعودي پوځي ايتلاف مشر فحد بن ترکی او د هغه زوی عبدالعزيز بن فحد چې د خپل پلار مرستيال و، هم شامل دي.

د ملک سلمان په حکم کې د دفاع وزارت څلور نور چارواکي هم شامل دي چې په فساد او شکمنو مالي اړيکو لرلو تورن شوي دي.

له هغه وروسته چې د سعودي اوسنی وليعهد محمد بن سلمان واک ته رسېدلی، ژمنه يې کړې چې له مالي فساد سره به مبارزه کوي.

سعودي تر دې وړاندې هم يو شمېر دولتي چارواکي او د شاهي کورنۍ غړي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړي او زنداني کړي دي خو څه موده وروسته بېرته خوشي شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...