Home » افغانستان » ملي پولیسو د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۱۲ ماین چاودنو مخنیوی کړی
رویداد خبري آژانس

ملي پولیسو د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۱۲ ماین چاودنو مخنیوی کړی

د کورنیو چارو وزارت وایي ملي پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کابل، پروان، غزني او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د ۱۲ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی دی.

د دغه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” ترهګرو یاد ماینونه د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ، د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې، د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په “مهمند” سیمه او د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په “قدوس‌اباد” کلي کې ځای پر ځای کړي وو.د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدې، مخنیوی شوی دی.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...