Home » افغانستان » ملي پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې لس کړۍ ماینونه کشف کړي
رویداد خبري آژانس

ملي پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې لس کړۍ ماینونه کشف کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايی ملي پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې له یوه موټرسایکل بم او د سړک غاړې لس کړۍ ماینونو کشف کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خپرپاڼه کې لیکلي؛ملي پولیسو د خوست، لغمان، میدان وردګو، سرپل او غزني ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له یوه موټرسایکل بم، درې ډزه ار.پي.جي او د سړک غاړې د لسو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.

رویداد خبري آژانس

خبرپاڼه کې راغلي وسله والو طالبانو غوښتل د خوست ولایت د مرکز او اسماعیل خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یوه موټرسایکل بم او اوه کړیو ماینونو ته چاودنه ورکړي، چې تر چاودنې مخکې کشف او له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه زایاتوي:” ترهګرو د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین، د میدان وردګو ولایت په مرکز کې درې ډزه ار.پي.جي، په سرپل ولایت کې یو کړۍ ماین او د غزني ولایت په زنه خان ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.”

د دغه وزارت په وینا، وسله وال طالبان د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې وس نه لري او د سړک غاړې ماینونو په ځای پر ځای کولو سره د ګڼې ملکي مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...