د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې په ویسټ انډیز کې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لس ورځنی تمریناتي کمپ پیل شوی دی.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو لس ورځنيو روزنيزو سياليو کې د هېواد ملي لوبغاړي دوه تمريناتي لوبې هم کوي.
د شل اوریز نړیوال جام د غبرګولي له دولسمې څخه د سرطان میاشتې تر نهمې پورې په امریکا او ویست اندیز کي ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې په ټولیزه توګه ۲۰ لوبډلې برخه لري او دا لوبډلې د پنځو لوبډلو په څلورو ګروپونو کې له یو بل سره سیالي کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم په درېیم ګروپ کې له نیوزیلنډ، پي اېن جي ، یوګانډا او ویسټ انډیز سره ده.