Home » افغانستان » ملي دفاع وزارت په غزني د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد راپورونه رد کړل

ملي دفاع وزارت په غزني د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد راپورونه رد کړل

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت‌الله خوارزمي هغه راپورونه او اوازې رد کړې، چې په غزني کې د يوې بې‌پيلوټه الوتکې له لوري د تازه بريد په اړه خپاره شوي وو.

نوموړي نن يک‌شنبه د (زمري په ۱۶مه) په خپله ټوېټر کې ليکلي، هغه راپورونه چې د غزني اندړو ولسوالۍ په چهار دېوال سيمه کې د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد په اړه خپاره شوي، بې بنسټه او له واقعيت لرې دي.

له دې وړاندې د ځينو رسنيو ترڅنګ د خواله رسنيو يو شمېر کاروونکو هم داسې ادعاوې وکړې، چې ګواکې د غزي اندړو ولسوالۍ په ياده سيمه کې بې‌پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...