ارګ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د نږدې څلورنیم میلیارده افغانیو په ارزښت ۷۷ تدارکاتي موارد منظور کړي دي.
ملي تدارکاتو کمېسیون له ۳،۴ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۷۷ موارد چې د کابل، بلخ، کندهار او نیمروز هوايي ډګرونو، په ګمرکونو کې د سړو خونو جوړولو په ګډون یې د کابل په پنځو ولسوالیو کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره پنځوس بستریز روغتونونو د جوړولو دوه تړونونه منظور کړل.
خو د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند د شبرغان – مزارشریف نږدې ۶۰۰ کیلو متره پایپ لاین پروژې، او د ۸۰ امنیتي ساتونکو د استخدام تړون بیا د لازیاتې ارزونې په موخه بېرته ورګرځول شوي دي.
ولسمشر غني د ملي تدارکاتو ادارې هڅې ستایلي او عامې روغتیا وزارت ته یې د ۵۰۰ وینټلاټورونو د اخیستلو په موخه د دغې ادارې د اسانتیا برابرولو یادونه کړې ده.