Home » افغانستان » ملي امنیت: طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

ملي امنیت: طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

د افغانستان ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج وايي د طالبانو اړیکې د نورو ترهګرو ډلو سره پیاوړي شوي دي.

د ملي امنیت لوی ریاست نوماند احمد ضیا سراج دغه خبره پرون په ولسي جرګې کې وکړه، نوموړي زیاته کړه د طالبانو په ګډون نورو ترهګرو ډلو د ځانمرګو بریدګرو بازار پرانیستی دی.

ښاغلي ضیا سراج وویل که طالبانو په پېښور، کراچۍ او کوټې کې امن ځالې نه درلوداى دوی به ډیر مخکې له منځه تللي وو.

د ملي امنیت لوی ریاست نوماند زیاته کړه په افغانستان کې د سیمې هېوادونو د ګټو تضاد د دې لامل شوی چې  په افغانستان کې د جګړې اور تود وساتل شي.

نوموړي همدا راز وویل چې په وروستي یو کال کې شاو خوا شپږ زره تنه د بیلابیلو ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...