Home » افغانستان » ملي امنیت شورا: د یو شمېر نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار روان دی

ملي امنیت شورا: د یو شمېر نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار روان دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، تخنیکي ټیم یې پر دې کار کوي چې طالب زندانیان له بنده خوشې کړي.د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل د دوشنبي په ورځ رسنیو ته وویل چې له زندان څخه د هغو پاتې طالب یندیانو د خوشې کولو پر چارو بوخت دې چې نوملړ یې ورته سپارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې “د طالب زندانیانو د ازادۍ پروسه په دوامداره توګه مخ‌ته تللې ده، د افغانستان حکومت یې سر لارې و، اوس هم دا پروسه روانه ده او تخنیکي ټیمونه د بندیانو پر ازادۍ او نورو برخو کار کوي

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فبیصل

افغان  حکومت تر دمګړۍ د طالبانو له ۳۵۰۰ زیات زندانیان خوشې کړي دي او طالبانو یې بیا په بدل  کې هم له ۵۰۰ زیات د حکومت زندانيان پرېښي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا داسې مهال د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه خبر ورکوي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې، د خبرو لپاره قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر پیل کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...