د ملي امنیت ۰۲ قطعه وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یې د داعش ډلې دوه مهم غړي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار،څلورمې ناحیې اړوند فارم هډې سیمه کې ځانګړي شپني عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، مرکز جلال اباد ښار، څلورمې ناحیې اړوند فارم هډې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي
د ملي امنیت ۰۲ قطعې پرون چهارشنبې (د غویي ۸مه نیټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د داعش ډلې د منفي تبلیغاتو غړی مولوي روح الله او د هدفي وژنو غړی ساجد مشهور په امرخېل د یو بل شکمن کس سره یو ځای ژوندي نیول شوي دي.
اعلامیه کې راغلي:” مولوي روح الله د عامه خلکو د اذهانو ګډ وډ کولو په موخه یې د دولت ضد فعالیتونه کول او ساجد مشهور په امرخېل د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی دی او د جلال اباد ښار پدې وروستیو هدفي وژنو کې هم دخیل و.”
اعلامیه زیاتوي، چې ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په جریان کې یو د انځور اخیستو ډرون کمره، دوه دانې د تفنګچې لیزرې او یو اندازه د سپکې سلاح مرمۍ هم ترلاسه کړې.