Home » افغانستان » ملت‌پال ګوندونه له PTM سره په ګډه د علي وزير خلاصون لپاره اعتراض پيلوي

ملت‌پال ګوندونه له PTM سره په ګډه د علي وزير خلاصون لپاره اعتراض پيلوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM فعلانو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه غورځنګ د مخکښ علي وزير د خلاصون په موخه له ملت‌پاله ګوندونو سره په ګډه پراخ ولسي اعتراض پيل شي.

د دغه غورځنګ غړی نديم عسکر وايي، ټاکل شوې چې د عوامي ملي ګوند، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د جمهوري ګوند مشران به د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتين سره په واڼه کې مشورتي غونډه وکړي او د لوی پيلېدونکي اعترض په اړه به ګډه پرېکړه هم وشي.

له دې وړاندې د ملي عوامي ګوند او دغه راز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو د پاکستان حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ اېښودونکي او مخکښ علي وزير په بند کې ساتل د اصولو خلاف او تبغيضي چلند بللی دی.

دې ګوندونو د علي وزير د خلاصون په اړه په خپلو اعلاميو کې ويلي، که پاکستان حکومت علي وزير له زندان ازاد نه کړي نو پر وړاندې به يې اعتراضونه پيل کړي.

علي وزير يو کال وړاندې پاکستاني ځواکونو په دې تور ونيو چې د کراچۍ په سهراب کوټ کې يې د يوې ولسي غونډې پرمهال د پاکستان د پوځ خلاف خبرې کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...