د ملي دفاع سرپرست وزير يعقوب مجاهد وايي، داسې مالومات يې ترلاسه کړي چې امريکايي بيپيلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حريم څخه په ګټنې د افغانستان حريم ته داخلېږي.
نوموړی نن ملت ته د حکومت له لوري د حساب ورکولو په پروګرام کې نن يکشنبه د (وږي په ۶مه) خبريالانو ته ويلي، چې د افغانستان هوايي حريم ته د امريکا بېپيلوټه الوتکې د پاکستان له لارې داخلېږي او د دې هدف لپاره د پاکستان له فضا ګټه اخلي.
ملا يعقوب په ورته وخت کې له پاکستان وغوښتل، چې خپله خاوره دې د افغانستان پر ضد نه کاروي.
نوموړي دا هم ويلي، چې ګاونديو هېوادونو ته د افغانستان بېول شوې الوتکې دې د يادو هېوادونو له لوري بېرته افغانستان ته په واک ورکړل شي؛ ځکه د يعقوب مجاهد په خبره، دا د افغانانو حق دی او حکومت له دې حق تېرېدونکی نه دی.
ملا يعقوب زياته کړه، چې دا مهال د افغانستان د اردو د سرتېرو شمېر ۱۵۰زره تنه دی او هڅه کېږي چې دا شمېر له دې هم پورته کړي. نوموړی وايي، چې ياد کسان په مسلکي توګه روزل شوي او د هېواد د دفاع بشپړ توان لري.
نوموړي زياته کړې، چې ملي اردو په دې وروستيو کې له سيلاب ځپلو کسانو سره چټکې مرستې کړي او په همدې ترڅ کې د ۲۴۶ پروازونو په وسيله په سيلابو کې ايسار له ۳زرو ډېر کسان ژغورل شوي دي.
ملايعوب خبر ورکړی چې له قطر سره د دفاعي همکاريو په برخه کې پر يوې هوکړې خبرې روانې دي او ښايي ژر بشپړ شي.