Home » افغانستان » ملا يعقوب: د افغانستان حکومت په رسميت پېژندل د امريکا په ګټه دي

ملا يعقوب: د افغانستان حکومت په رسميت پېژندل د امريکا په ګټه دي

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا يعقوب مجاهد وايي، چې د امريکا له لوري په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت په رسميت پېژندل، په خپله د امريکا لپاره په ګټه دي.

نوموړي د امريکا له NPR راډيو سره په مرکه کې چې پرون جمعه د (زمري په ۱۴مه) خپره شوې ويلي، د افغانستان د حکومت په رسميت پېژندل له دې کبله امريکا ته په ګټه دي، چې دامهال په افغانستان کې له طالبانو پرته د تعامل لپاره بل رژيم نشته.

يعقوب مجاهد پر امريکايي چارواکو سربېره له عامو امريکايانو هم غوښتي، چې پر خپل حکومت قشار راوړي څو د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له سرپرست حکومت سره رسمي تعامل وکړي.

نوموړي په خپله دې مرکه کې امنيتي وضعيت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې اوس‌مهال په ټول افغانستان کې امنيت په بشپړه توګه ټينګ شوی دی.

له اېن پي ار راډيو سره د ملا يعقوب دغه مرکه د تېرې يک‌شنبې په ورځ هغه مهال ثبت شوې، چې په کابل کې د امريکا بې‌پيلوټه الوتکې په بريد کې د القاعده شبکې مشر ايمن‌الظواهري ووژل شو.

يعقوب مجاهد ويلي، چې نوموړی هم له دې بريد خبر شوی خو دا نه وه ورته مالومه چې څوک په کې په نښه او وژل شوي دي.

د امريکا له لوري د ايمن‌الظواهري د وژلو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت ويلي، چې په کابل کې د نوموړي د موجوديت په اړه يې هېڅ مالومات نه درلودل.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...