Home » افغانستان » ملا هبت‌الله: حکومت ديني او عصري زده‌کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي

ملا هبت‌الله: حکومت ديني او عصري زده‌کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي

د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۱۵مه) د لوی اختر په مناسبت خپل پيغام کې د نورو مسايلو ترڅنګ د ښوونې او روزنې موضوع ته هم اشارې کړې او ويلي يې دي، چې حکومت ديني او عصري زده‌کړو ته پاملرنه کوي.

نوموړي که څه هم ديني او عصري زده‌کړو ته د سرپرست حکومت د پاملرنې موضوع ياده کړې؛ خو له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د بيا پرانيستو په اړه يې څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې هبت‌الله اخندزاده زياته کړې، چې حکومت په هېواد کې د اسلامي نظام د قیام ترڅنګ امنیت، پرمختګ او بیا رغونې لپاره هر ډول هلو ځلو ته متوجه دی.

نوموړي يو وار بيا ګاونډیو، د سیمې او نړۍ  هېوادونو ته پوره ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به يې پر ضد نه کارېږي او نه به يې هم له افغانستان څخه امنيت ته خطر پېښ شي. اخندزاده زياته کړې، چې له يادو هېوادونو هم د ورته همکارۍ غوښتونکی دی او د افغانستان په کورنيو چارو کې دې مداخله نه کوي.

هبت‌الله اخندزاده که څه هم تېره اوونۍ د ديني عالمانو په غونډه کې له نړۍ سره د تعامل په اړه توندې خبرې درلودې، خو د لوی اختر په دې پيغام کې يې ويلي چې د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې ډيپلوماټیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.

هغه زياته کړې چې حکومت ټولو هغو ستونزو ته متوجه دی چې عام افغانان ورسره مخ دي. اخندزاده د اقتصاد پياوړتیا، بیا رغونه او نورو ستونزو حل د حکومت او ولس ګډ مسووليت ياد کړی او په دې برخه کې يې د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي په دې پيغام کې د خلکو حقه حقونو ورکړې په اړه د حکومت د ژمنتيا يادونه هم کړې او زياته کړې يې ده، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو د تامین لپاره هڅې کېږي.

هبت‌الله اخندزاده ويلي، چې اوسنی سرپرست حکومت د اسلامي اصولو او شریعت په رڼا او د ملي ګټو په چوکاټ کې بیان ازادۍ ته ژمن دی او په خبره يې خبريالان کولی شي چې د يادو ټکو په پام کې نيولو سره خپل فعاليتونه جاري وساتي.

نوموړي څرګنده کړې، چې ټول  با استعداده او مسلکي اقشار ډاکټران، انجنیران او لوستي ټول هغه کادرونه چې د  خدمت جوګه وي د خدمت حق لري او په خبره يې د دې ترڅنګ ملي سوداګر او پانګه‌وال باید پوه شي چې افغانستان د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته اړتیا لري او په خبره يې له همدې کبله د وطن په ابادۍ کې د ونډې اخيستو پوره حق لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...