Home » افغانستان » ملا عبدالغني برادر پاکستان تللی
رویداد خبري آژانس

ملا عبدالغني برادر پاکستان تللی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي چې د طالبانو سیاسي مرستیال او په قطر کې د هغوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له دوحې اسلام اباد ته تللی دی.

ښاغلي نعیم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د دغه سفر په لړ کې به ملابرادر د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وویني او د اړوند مسایلو په هکله له هغې ډلې د افغان کډوالو د ستونزو او سوداګریزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړي.

طالبانو څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د سولې د خبرو د اجنډا پر سر نورو مشورو ته اړتیا ده او له همدې امله د سولې خبرې د ۳ اوونیو لپاره ځنډېدلې دي.

بلخوا د افغان حکومت پلاوی هم په همدې هدف د کابل په لوري خوځېدلی.

په عین حال کې د اروپایي ټولنه وایي، د تاوتریخوالي دوام د سولې خبرو ته زیان رسوي


په قطر کې د درې اونیو لپاره د سولې د مذاکراتو له وقفې سره هم‌مهاله اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام به د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي.


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولان کوبیا په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي په ځانګړي ډول هدفي وژنو په تړاو اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د مذاکراتو له وقفې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ هم ودرول شي.

ښاغلي کوبیا په خپل ټویټر کې لیکلي که وضعیت په همدې ډول روان وي “نور نو دلته جګړه او خبرې نه کیږي، بلکې یوازې جګړه به وي. دا د افغانستان د سولې تنکی بهیر نور هم ستونزمن کولی شي”.


د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاو د ډسمبر په ۱۲مه په یوې ګډې اعلامیې کې د ۲۰۲۱ د جنوري تر پنځمې د مذاکراتو د ودرولو خبر ورکړ. د سولې د مذاکراتو پر اجنډا لا زیات بحث او سلامشورې د سولې د خبرو د ودرولو لامل بلل شوی دی.


شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...