Home » افغانستان » ملا حسن اخند: جګړې د بنسټونو ترڅنګ چاپېريال هم زيانمن کړی

ملا حسن اخند: جګړې د بنسټونو ترڅنګ چاپېريال هم زيانمن کړی

رئيس‌الوزرا محمد حسن اخند وايي، د خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره اړتيا ده چې د چاپېريال ساتنې ته جدي پاملرنه وشي.

نوموړي چې نن پنج‌شنبه د (کب په ۲۶مه) په ارګ کې د نيالګي کېنولو مراسمو کې ګډون کړی و وويل، په تېرو شلو کلونو کې جګړې نه يوازې دا چې بسټونه په کې وران شول، ترڅنګ يې چاپېريال هم خورا زيانمن کړی دی.

حسن اخند زياته کړې چې عام خلک دې له حکومت سره د چاپېريال خوندي ساتنې په برخه کې د همکارۍ له مخې، په خپلو شاوخو کې نيالګي کېنوي.

د نوي کال په را رسېدو سره د حکومت له لوري د کابل په شمول په ټولو ولايتونو کې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شوی او ټاکل شوې چې په دې ترڅ کې ميليونه نيالګي کېنول شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...