د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر خبرداری ورکړی که امریکا پر ټاکل شوې مودې له افغانستانه ونه وځي، نو دوی به مناسبې پرېکړې وکړي
برادر رسنیو ته ویلي، تر اوسه د دوحې هوکړه په مثبته توګه عملي شوې او بهرني ځواکونه له پنځو پوځي بېزونو وتلي دي.
نوموړي دغه څرګندونې د ایران له تسنیم خبري اژانس سره په تازه مرکه کې کړي دي.
ملابرادر زیاته کړې، چې طالبان له امریکایانو سره هیڅ پټه هوکړه نه لري په وینا یې اوسمهال د امریکایي عسکرو د وتلو لړۍ په ښه شکل روانه ده خو که په ټاکلې نیټه افغانستان خوشې نه کړي نو دوی به یې هم پر وړاندې پر نوې پریکړه غور وکړي.
دغه راز ملابرادر ویلي چې طالبان د واک انحصار نه غواړي او هڅه کوي چې یو پراخ بنسټه اسلامي حکومت رامنځته او ټول اړخونه پکې خپل ځان وویني.
هغه د خبریال ددې پوښتنې په جواب کې چې په راتلونکي نظام کې به د افغان لسمشرمحمد اشرف غني ونډه څه وي؟ ویلي «کله چې د بین الافغاني مذاکراتو د تفاهم په اساس یو اسلامي نظام جوړ شي، هر افغان حق لري چې هیواد ته د خدمت په موخه ددې نظام برخه وګرځي.»
نوموړي، د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو شتون رد کړی په خبره یې ټولې پرېکړې د ټولو لورو په مشوره ترسره کېږي.
ملابرادر ویلي چې د دوی ټول بندیان باید د لیست له مخې خوشې شي، نوی لیست نه ورکول کیږي او د پنځه زره بندیانو له خلاصون وروسته تیار دي چې ټولو افغان اړخونو سره بین الافغاني خبرو ته کیني.