د اسلامي امارت د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا اعبدالغني برادر وايي، دامهال په افغانستان کې د بهرنيو ډيپلوماټانو لپاره خوندي امنيت رامنخته شوی او په خبره يې هېوادونه دې د نورو ملکونو پر ځای په خپله په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي.
نوموړي دا څرګندونې پرون چهارشنبه د جاپان له سفير تاکاشي اوکادا سره په لېدنه کې کړې دي. په دې لېدنه کې دواړو لورو پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري مرستو او ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې کړي.
ملا بردر ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره د نړيوالو له لوري کېدونکې مرستې به، په خورا شفاف ډول افغانانو ته رسېږي.
د چاپان سفير له دې وړاندې ويلي و چې دامنيت له پلوه د ډاډ ترلاسه کولو په صورت کې يې هېواد چمتو دی څو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.