Home » افغانستان » ملاله يوسفزۍ: امريکا او ملګري ملتونه دې د افغان ميرمنو د زده‌کړو او کار حق خوندي کړي

ملاله يوسفزۍ: امريکا او ملګري ملتونه دې د افغان ميرمنو د زده‌کړو او کار حق خوندي کړي

د نوبل جايزې ګټونکې او د ميرمنو د حقونو فعاله ملالۍ يوسفزي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم نجونې او ښځې له زده‌کړو او کار کولو منعه شوي دي.

نوموړې د امريکا بهرنيو چارو له وزير انټوني بلنکن سره د لېدنې پرمهال ويلي، په افغانستان کې نجونې او ښځې يوازې يوه غوښتنه لري چې د ملالې يوسفزۍ په خبره هغه د دوی لپاره د زده‌کړو او کار کولو حق خونديتوب دی.

ملالې يوسفزۍ له امريکا او ملګرو ملتونو غوښتې، چې د افغان ميرمنو غږ واوري د دوی د زده‌کړو او کار کولو حق خوندي‌تابه لپاره دې اقدام وکړي.

نوموړې په ورته وخت کې د هرات اوسېدونکې ستوده فروتن ته هم چې د نړۍ په کچه د ۲۵ اغېزناکو ميرمنو په ډله راغلې اشاره کړې او ويلي يې دي، يادو ظرفيتونو ته په پام سره په افغانستان کې جدي اړتيا ده چې ښځې زده‌کړو او کار ته لاسرسی پيدا کړي.‎

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...