د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف ادعا کوي چې د افغانستان او هند استخباراتو په ګډه د ډيورنډ له کرښې پورې غاړه فعالي تحريک طالبان پاکستان يا TTP ته امکانات ورکول.
نوموړي له ډان پاکستانۍ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي، په وزيرستان کې د ضرب عضب له عملياتو وروسته پاکستان نړيوالو ته اعلان وکړ چې د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي افغانستان ته اوښتي دي.
يوسف زياته کړې چې له يادې ډلې سره د افغانستان او هند همکاري له ۱۰ او ۱۵ کلونو را په دېخوا روانه وه. خو د افغانستان تېر نظام تل د پاکستان دا ډول تورونه رد کړې وو او دا يې د تشې خولې او داړونکې خبرې بللې وې.
نوموړي په ورته وخت کې دا خبره هم کړې چې له تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان حکومت مذاکرات روان دي خو په خبره يې دا پرېکړ نه ده شوې چې د يادې ډلې جنګياليو ته دې بشپړه عفوه اعلان شي.
معيد يوسف په دې مرکه کې د افغانستان وضعيت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې نړيوال بايد د طالبانو په مشرۍ د حکومت په رسميت نه پېژندلو له ويلو پرته له افغانانو سره مرستې وکړي؛ ځکه دغلته بشري وضعيت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی.
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د نړيوالو بنسټونو د مالوماتو له مخې، په اوس کې ۵۵ سلنه افغان وګړي له لوږې سره مخ دي او که افغانانو ته ژر نور بشري مرستې ونه ورسېږي، نو د ژمې په را رسېدو سره دغه وضعيت په يوه فاجعه بدلېدای شي.