د ملي امنيت پخوانی رئيس او د جمهوريت د سولې پخواني مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د امريکا ولسمشر جوبايډن پر هغه پرېکړه نيوکه کړې، چې پر بنسټ يې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ۳.۵ مېليارد ډالرو په اندازه برخه، د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانيانو کورنيو ته ځانګړې شوې ده.
نوموړي ويلي، د افغانستان بانک ياده شتمني د افغان ولس اړوند ده او امريکا دې د افغان ولس پر ځای له هغو کسانو غرامت وغواړي، چې په دغه هېواد کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې عاملان دي.
نوموړي په تېرو جګړو کې د سلګونه زره افغانانو وژل کېد او ټپي کېدو ته هم د پوښتنې په توګه اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د يادو قربانيانو کورنيو ته غرامت بايد له چا واخيستل شي؟
اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس د پروني راپور له مخې، ولسمشر بايډ په پام کې لري چې د افغانسان نږدې لس مېليارد ډالر شتمنۍ له ډلې ۷ مېليارده هغه يې ازاد کړي. د راپور له مخې، د يادو ازادو شوو پيسو نيمايي به يې د نړيوالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې پر بشري وضعيت ولګېږي او پاتې نيمايي برخه به يې په امريکا کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيانو کورنيو ته د غرامت په توګه ورکړل شي.