د افغان دولت د سولې مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي ویلي چې د سولې بهیر د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
مصموم ستانکزي او د مذاکراتي پلاوي یو شمېر غړیو پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) د افغان سولې لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني او د یوناما له مشرې دیبرا لاینز سره کتلي.
دغه پلاوي په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي ستانکزي له مطلق القحطاني سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې افغان دولت د سولې د خبرو د جدي پرمختګ غوښتونکی دی او نه غواړي په حاشیوي مسایلو باندې وخت ضایع شي.
دوی همدا راز د سولې د مذاکراتو درېیم پړاو په پرمختګ باندې ټینګار کړی.
هاخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره په لیدنه کې د افغان دولت د سولې مذاکراتي تيم د روانو خبرو د چټکتیا او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ باندې خبرې کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اعلامیې له مخې مېرمن لاینز ډاډ څرګند کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.
د افغان دولت او طالبانو مرکچیانو د سولې یوه تړون ته د رسېدو لپاره تېر سېپټمبر خبرې پيل کړې.
د خبرو تازه پړاو لا نه دی پیل شوی خو دواړو لوریو ورته چمتووالی ښودلی.